تهران 26 نومبر (اے پي پي) د اېران اولس مشر حسن روحاني او د سوريې اولس مشر بشارالاسد ترمېنځې په ټېليفون د سوريې په تازه صورتحال خبرې شوې دي۔ د اېران خبري اژانس له مخې اولس مشر حسن روحاني په دې موقع وئيلي دي چې اېران به د سوريې د اولس او حكومت لخوا د ترهګرو په ضد په روان كښې جنګ كښې د ملاتړ لړې روانه ساتي۔ ده د …
د ترهګرې په ضد جنګ كښې اېران سوريې سره دے۔ حسن روحاني
تهران 26 نومبر (اے پي پي) د اېران اولس مشر حسن روحاني او د سوريې اولس مشر بشارالاسد ترمېنځې په ټېليفون د سوريې په تازه صورتحال خبرې شوې دي۔ د اېران خبري اژانس له مخې اولس مشر حسن روحاني په دې موقع وئيلي دي چې اېران به د سوريې د اولس او حكومت لخوا د ترهګرو په ضد په روان كښې جنګ كښې د ملاتړ لړې روانه ساتي۔ ده د سوريې اولس مشر او د سوريې اولس ته د ترهګرو په ضد په ترلاسه شوې كاميابې مباركي وركړه۔ اولس مشر روحاني ووئيل چې اېران د سوريې بيا رغونې په اړه هر ډول مرستې ته اماده دے۔ د سوريې اولس مشر د اېران د ملاتړ هركلې وكړو۔











