سعودي عرب كښې د پاکستان سفير د ترجمه اتھارټۍ سي اي او سره وليدل

رياض 25 جولائي (اے پي پي) په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق د اشاعت٬ ترجمه او ادب اتھارټۍ سي اي او ډاکټر محمد علوان سره په رياض كښې ليدلي٬ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو استحکام او كلتوري او فکري څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د اردو نيوز له مخې د لټريچر، پبلشنګ اېنډ ترجمه اتھارټۍ لخوا د جاري كړو يو …

رياض 25 جولائي (اے پي پي) په سعودي عرب كښې د پاکستان سفير احمد فاروق د اشاعت٬ ترجمه او ادب اتھارټۍ سي اي او ډاکټر محمد علوان سره په رياض كښې ليدلي٬ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو استحکام او كلتوري او فکري څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د اردو نيوز له مخې د لټريچر، پبلشنګ اېنډ ترجمه اتھارټۍ لخوا د جاري كړو يو شمېر پروګرامونو او د دغې په اړه د شوو اقداماتو جاج واخستلے شو چې مقصد ئې كلتوري رابطې او د مختلف مكاتب فكر سره د تجربو تبادله كول او د سعودي د نړۍ نورو پوهانو، اديبانو او مفکرينو سره مرسته زياتول دي۔ په دې موقع د شريكې مرستې ودې لپاره د هلو ځلو په لا تندولو ٬ د دوه اړخيزه پلاويو تبادلو او كلتوري او ادبي دستورو كښې د ګډون په اړه هم خبرې اترې وشوې۔