نيويارك 25 جولائي (اے پي پي) د امريکې د نيويارك ښار په جان اېف کېنيډي ايئر پورټ كښې د اور لګېدو پېښې له امله 4 كسان ژوبل شوي۔ د اردو نيوز له مخې د نيويارك فائر ډيپارټمنټ تر مخه ووئيل تېره شپه د ذكر شوي ايئرپورټ په ټرمينل نمبر 8 كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوه ٬ د نيويارک پورټ اتھارټۍ وياند سټيو برنز په پېښه كښې د …
امريکا٬ په جان اېف کېنيډي هوائي مېدان د اور لګېدو پېښه ٬ څلور كسان ژوبل٬ ټرمينل خالي كړے شو
نيويارك 25 جولائي (اے پي پي) د امريکې د نيويارك ښار په جان اېف کېنيډي ايئر پورټ كښې د اور لګېدو پېښې له امله 4 كسان ژوبل شوي۔ د اردو نيوز له مخې د نيويارك فائر ډيپارټمنټ تر مخه ووئيل تېره شپه د ذكر شوي ايئرپورټ په ټرمينل نمبر 8 كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوه ٬ د نيويارک پورټ اتھارټۍ وياند سټيو برنز په پېښه كښې د څلورو كسانو د ژوبل كېدو تصديق كولو سره ووئيل لږ ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړے شوي۔ ده ووئيل چارواكي د پېښې د وجوهاتو په اړه نور تحقيقات كوي۔ د يادونې وړ ده په جان اېف کينيډي هوائي مېدان په ټرمينل نمبر اتم د مهمو ايئرلائنز الوتكې ولاړې وي چې پكښې امريکن ايئر لائنز، برټش ايئرويز، کيتھي پيسيفك او قنطاس شاملې دي۔











