واشنګټن 24 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو به د جمعې په ورځ د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د انډيا ټوډے رپورټ له مخې د ريپبلکن پارټي صدارتي كانديد او پخواني صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل زه به د جمعې په ورځ په فلوريډا كښې خپل كور "مار اے لاګو" كښې د بنجمن نيتن ياهو سره ملاقات كوم٬ كوم چې د زيارت په …
د اسرائيل وزيراعظم به د جمعې په ورځ د امريكې پخواني جمهور ريئس سره ملاقات كوي
واشنګټن 24 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو به د جمعې په ورځ د امريكې جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كوي۔ د انډيا ټوډے رپورټ له مخې د ريپبلکن پارټي صدارتي كانديد او پخواني صدر ډونلډ ټرمپ ووئيل زه به د جمعې په ورځ په فلوريډا كښې خپل كور “مار اے لاګو” كښې د بنجمن نيتن ياهو سره ملاقات كوم٬ كوم چې د زيارت په ورځ كېدونكے ٶ خو د اسرائيلي وزيراعظم په خواست په ملاقات كښې د يو ورځې تاخير راغلو۔ ډونلډ ټرمپ زياته كړه چې د امريكې د صدر په حېث زما په وړومبۍ موده كښې په منطقه كښې امن او استحكام ٶ، تر دې چې په تاريخي ابراهم لوظنامه لاسليك وشو٬ مونږ به ھغه امن او استحكام بيا ترلاسه كوو۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل ما په دې وروستو اوونيو كښې د يوکرائن صدر زيلنسکي او نورو نړيوالو مشرانو سره په خبرو كښې واضحه كړه چې زما تګلاره د امن د لارې طاقت دے كوم چې به چې نړۍ ته څرګند شي چې خوفناك او مرګوني جنګونه او پرتشدد شخړې ختمېدل پكار دي ځكه چې په دې جنګونو كښې د لكهونو په شمېر خلق وژلې كېږي۔ د يادونې وړ ده نېتن ياهو دا مهال د امريكې په دوره دے او ھغه به د شورو په ورځ د امريكې كانګرېس ته وېنا هم كوي۔











