بيجنګ 23 جولائي (اے پي پي) بېلا بېلو فلسطينو ډلو اختلافات ختمولو او د فلسطيني اتحاد قوي كولو ته اتفاق كړے ۔ د چين سركاري خپرونو ادارې سي سي ټي وي له مخې د فلسطينو ډلو ترمېنځه په بيجنګ كښې د 21 نه تر 23 جولائي د روانې مصالحتي مکالمې په پائې كښې د نهې په ورځ په بيجنګ اعلاميه لاسليك وشو۔ د چين سي جي ټي اين پخپل سوشل …
فلسطينو ډلو په بيجنګ اعلاميه لاسليك وكړو، اختلافات ختمول او شريك اتحاد قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
بيجنګ 23 جولائي (اے پي پي) بېلا بېلو فلسطينو ډلو اختلافات ختمولو او د فلسطيني اتحاد قوي كولو ته اتفاق كړے ۔ د چين سركاري خپرونو ادارې سي سي ټي وي له مخې د فلسطينو ډلو ترمېنځه په بيجنګ كښې د 21 نه تر 23 جولائي د روانې مصالحتي مکالمې په پائې كښې د نهې په ورځ په بيجنګ اعلاميه لاسليك وشو۔ د چين سي جي ټي اين پخپل سوشل ميډيا پوسټ كښې ووئيل د مصالحتي مکالمې نه وروستو د الفتح پشمول په مجموعي توګه د 14 فلسطيني ډلو مشرانو ميډيا سره خبرې وكړې۔ په دې موقع د چين خارجه وزير وانګ ئي هم موجود ٶ٬ د انډيپنډنټ اردو رپورټ له مخې د نهې په ورځ د ملاقات نه وروستو د چين خارجه وزير ووئيل ډلو د روغې جوړې لوظ كړے۔ ده ووئيل په دې لوظنامه كښې تر ټولو ښكاره خبره د جنګ نه وروستو په غزه كښې عبوري قامي مفاهمتي حكومت جوړول دي۔ ده زياته كړه چې د روغې جوړې دا پرېكړه د فلسطينو ډلو كورنۍ معامله ده خو دې سره سره دا د نړيوالې ورورولۍ ملاتړ نه غېر نشوه كېدې ۔ د چين خارجه وزير ووئيل زمونګ هېواد په مېنځني ختيز كښې د امن او استحكام تحفظ لپاره د تعميري كردار لوبولو خوښي لري۔










