اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)د سعودي عرب نائب داخله وزير ډاكټر ناصر الداؤد وئېلي دي د هېواد لخوا د نشه آئي توكو په ضد نافذ العمل جامع سيكورټي كمپائن له مخې د نشه آئي توكو او دې سره د تړلو جرائمو مقابله كولو كښې بشپړه او پرله پسې كاميابۍ ترلاسه كړي شوي او په دې كمپائن كښې د ټولو اړوندو ادارو هڅې شامل دي۔د العربيه اردو له مخې …
په سعودي عرب كښې د نشه آئي توكو مخ نيوي په اړه سكيورټي كمپائن په كاميابۍ سره روان دے۔نائب داخله وزير
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)د سعودي عرب نائب داخله وزير ډاكټر ناصر الداؤد وئېلي دي د هېواد لخوا د نشه آئي توكو په ضد نافذ العمل جامع سيكورټي كمپائن له مخې د نشه آئي توكو او دې سره د تړلو جرائمو مقابله كولو كښې بشپړه او پرله پسې كاميابۍ ترلاسه كړي شوي او په دې كمپائن كښې د ټولو اړوندو ادارو هڅې شامل دي۔د العربيه اردو له مخې ده دا خبره بغداد كښې د نشه آئي توكو مخ نيوي دوهم نړيوال كنفرنس كښې د سعودي پلاوي په مشرۍ كښې وكړه ۔ده د شريكو هېوادونو ترمينځه د مرستې په زياتولو زور راوړو دغسې چې د نشه ائي توكو خپرېدو مخ نيوې اوشي۔ده ووئيل په دې لړ كښې منظمې مجرمانه هلې ځلې او په پوله د نشي آئي توكو قاچاق مخ نيوي لپاره ځايې او په نړيواله كچه د مرستې اقدامات قوي كول ډېر ضرورت دي۔د سعودي عرب نائب داخله وزير واضحه كړه چې د نشه اِئي توكو قاچاق او د خپرېدو مخ نيوي د سعودي وژن 2030 پروګرام په ترجيحات كښې شامل دي او سعودي عرب په دې خبره باور لري چې نشه آئي توكي د ټولنې امن او استحكام لپاره په لويو خطرو كښې يو دي۔











