قاهره 25 نومبر (اے پي پي) د مصري پوځ په عملياتو كښې په العريش جومات په بريد كښې ككړ ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې تېره ورځ د شمالي سينا په العريش ښار كښې ترهګرو د جمعې د لمونځ نه پس بريد كړے و او پكښې 235 لمونځ كوونكي مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوي وو۔ د مصري پوځ وياند كرنل تامر …
د مصري پوځ په عملياتو كښې په العريش جومات په بريد كښې ككړ ګڼ شمېر ترهګر ووژل شول
قاهره 25 نومبر (اے پي پي) د مصري پوځ په عملياتو كښې په العريش جومات په بريد كښې ككړ ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي۔ د العربيه ټي وي له مخې تېره ورځ د شمالي سينا په العريش ښار كښې ترهګرو د جمعې د لمونځ نه پس بريد كړے و او پكښې 235 لمونځ كوونكي مړه او د سلو نه زيات ژوبل شوي وو۔ د مصري پوځ وياند كرنل تامر الرفاعي وئيلي دي چې په الروضه جومات په بريد كښې د ككړو ترهګرو په ضد عمليات شوي دي او په الحد سيمه كښې د ترهګرو اډې او ګاډي په نښه كړې شوي دي او په نتيجه كښې ئې ګڼ شمېر ترهګر مړه او ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې د ترهګر تر مكمل خاتمه به عمليات روان وي۔











