هند٬ راجستھان ايالت كښې ترافيكي پيښه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه،يوه نجلۍ ژوبل

جے پور 19 جولائي (اے پي پي) د هند د راجستھان ايالت په بيكانير ضلع كښې د ترافيكي پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه او يوه نجلۍ ژوبل شوې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا پېښه تيره ورځ مهاجن پوليس سټېشن ته نزدې د هند په مالا ستره لاره رامخې ته شوه چرته چې يو تند رفتاره موټر د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره …

جے پور 19 جولائي (اے پي پي) د هند د راجستھان ايالت په بيكانير ضلع كښې د ترافيكي پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه او يوه نجلۍ ژوبل شوې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دا پېښه تيره ورځ مهاجن پوليس سټېشن ته نزدې د هند په مالا ستره لاره رامخې ته شوه چرته چې يو تند رفتاره موټر د سړك په غاړه ولاړ ټرك سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې په موټر كښې ناست كسان په ځايې مړه او يوه نجلۍ ژوبل شوه كومه چې روغتون ته رسولې شوې۔ د ډيلې پوليس تر اوسه د پېښې سبب نه دې ښودلے خو دا خبره امكان لري چې دا پېښه د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې۔