رياض 19 جولائي (اے پي پي) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د روسيه صدر او عراقي وزيراعظم ټيليفوني تماس نيولې۔ د اېس پي اے له مخې سعودي ولي عهد د روسيه صدر ولاديمير پيوټن سره د ټيليفوني تماس په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو په تګلارو خبرې اتري وكړې۔ دواړو لارښودو د …
سعودي ولي عهد سره د روسيه صدر او عراقي وزيراعظم ټيليفوني تماس ، د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څركندونه
رياض 19 جولائي (اے پي پي) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود سره د روسيه صدر او عراقي وزيراعظم ټيليفوني تماس نيولې۔ د اېس پي اے له مخې سعودي ولي عهد د روسيه صدر ولاديمير پيوټن سره د ټيليفوني تماس په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو په تګلارو خبرې اتري وكړې۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ بلخوا د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د عراق وزيراعظم محمد شياع السوداني هم ټيليفوني تماس نيولې۔ په دې موقع د سعودي عرب او عراق په اړيكو او بېلو څانګو كښې د دې لا پياوړې كولو په تګلارو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔











