بيجنګ 18 جولائي (اے پي پي) چين د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو په نفاذ د وړومبي پېشرفت رپورټ اجراء كړې٬ اپرېل كال 2022 كښې صدر شي جن پھنګ د انسانيت سباٶن او په تقدير اډانه د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو تجويز وړاندې كړې وو٬ كوم چې د نړيوالې سلامتيا چېلنجز لپاره د چين لخوا حل وړاندې كوي۔ د زيارت په ورځ د چينائي ميډيا له مخې د جولائي په اتلسمه …
چين د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو په نفاذ د وړومبي پيشرفت رپورټ اجراء كړو
بيجنګ 18 جولائي (اے پي پي) چين د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو په نفاذ د وړومبي پېشرفت رپورټ اجراء كړې٬ اپرېل كال 2022 كښې صدر شي جن پھنګ د انسانيت سباٶن او په تقدير اډانه د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو تجويز وړاندې كړې وو٬ كوم چې د نړيوالې سلامتيا چېلنجز لپاره د چين لخوا حل وړاندې كوي۔ د زيارت په ورځ د چينائي ميډيا له مخې د جولائي په اتلسمه نيټه په بېجنګ كښې د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو ريسرچ سينټر جوړ كړې شو او چين د ګلوبل سکيورټي انيشي ايټو په نفاذ خپل وړومبې پېشرفت رپورټ جاري كړو چې پكښې د اړوندو كاميابو يو جامع او منظم جاج وړاندې كړې شوې۔ د يادونې وړ ده چې تر اوسه د سلو نه زيات هېوادونو٬ نړيوالو او سيمه ايزو تنظيمونو د دې انيشي ايټو ملاتړ او ستائنه كړې ده ۔ دا انيشي اېټو او د دې بنيادي تصورات د چين او نورو نړيوالو تنظيمونو ترمينځه تبادلو او همكارۍ سره اړوندو 90 څخه زياتو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه دستاوېزاتو كښې شامل كړې شوي دي۔











