د سعودي ولي عهد ايراني صدر ته ټيليفون ٬ په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي

ریاض۔ 18جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان نوي ټاكلي شوي ايراني صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني خبرو په مهال د دواړو لارښودو لخوا د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې دې ته …

ریاض۔ 18جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان نوي ټاكلي شوي ايراني صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره ټېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته يۍ په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د اېس پي اے له مخې د ټېلېفوني خبرو په مهال د دواړو لارښودو لخوا د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې دې ته په لا وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ايراني صدر د مباركۍ په پېغام د ولي عهد خصوصي مننه كولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سعودي اعلی مشرتابه لخوا په ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو ډاكټر مسعود ته په ټېلي ګرام د مباركۍ پېغامونه استولې شوي وو۔