ریاض۔11جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان وئيلي دي د غزه جنګ د فلسطين مسئلې سوله ايز حل زيات ضروري كړے۔ د العربیه اردو له مخې د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د فلسطين مسئلې په اړه د مملكت د اصولي دريځ پخلي كولو سره ووئيل خپلواكه فلسطينے رياست جوړېدل زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے۔ مونږ به د روانې سياسي پېچلې وضعې په صورتحال كښې د نړيوال …
د غزه جنګ څخه وروستو د فلسطين مسئلې حل ضروري شوے٬ سعودي عربستان
ریاض۔11جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان وئيلي دي د غزه جنګ د فلسطين مسئلې سوله ايز حل زيات ضروري كړے۔ د العربیه اردو له مخې د سعودي عربستان خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د فلسطين مسئلې په اړه د مملكت د اصولي دريځ پخلي كولو سره ووئيل خپلواكه فلسطينے رياست جوړېدل زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے۔ مونږ به د روانې سياسي پېچلې وضعې په صورتحال كښې د نړيوال قوانين په نفاذ زور راوړؤ۔ ده په غزه كښې د جنګ بندۍ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل تر كومې چې فلسطينے رياست جوړ شوے نه وي په منطقه كښې د امن او سلامتيا خوب ريښتيا كېدے نه شي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې نړيواله ورورولي په دې خبره يوه خله ده چې په منطقه كښې استحكام يوازې د فلسطيني رياست جوړېدو سره تعلق لري۔











