مکه المکرمه۔19جون(اے پی پی) د روان كال حج موسم په مهال په مكه المكرمه كښې ډاكټرانو د 24 حجاج كرامو كاميابۍ سره اوپن هارټ سرجري وكړه۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاكټرانو د 249 حجاج كرامو کارډېک کېتھېټرائزېشن هم وكړو او د 1,006 رنځورانو د ډائیلاسس عمل هم وكړے شو۔ دې سره سره 4,082 حجاج كرام طبي مرستې لپاره په روغتونونو او …
په مكه مكرمه كښې ډاكټرانو د 24 حجاج كرامو كاميابۍ سره اوپن هارټ سرجري وكړه

مزید خبریں
مکه المکرمه۔19جون(اے پی پی) د روان كال حج موسم په مهال په مكه المكرمه كښې ډاكټرانو د 24 حجاج كرامو كاميابۍ سره اوپن هارټ سرجري وكړه۔ د سعودي عربستان د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاكټرانو د 249 حجاج كرامو کارډېک کېتھېټرائزېشن هم وكړو او د 1,006 رنځورانو د ډائیلاسس عمل هم وكړے شو۔ دې سره سره 4,082 حجاج كرام طبي مرستې لپاره په روغتونونو او طبي مركزونو كښې وساتلې شوو۔ په رنځورانو كښې 142,000 څخه زيات هغه حجاج كرام شامل وو كومو چې په مكه ښار او منی كښې د روغتيا نګران مركزونو كښې وړاندې كېدونكي طبي خذماتو څخه استفاده وكړه۔










