سږ كال 18 لكه 33 زره 164 زائرينو د حج فرض ادا كولو درناوې ترلاسه كړو٬ د سعودي عربستان د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه

مکه المکرمه۔16جون(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه وئيلي دي چې په حج 2024 كښې د حجاج كرام شمېره 18 لاکه 33 زره 164 ته ورسېده۔ د اېس پي اے له مخې ده مكې څخه تر منی او عرفات د حج د پړاؤنو د كاميابۍ اعلان وكړو۔ د سعودي د شمارياتو ادارې لمخې د حجاج كرام تعلق د نړۍ 200 څخه زياتو هېوادونو …

مکه المکرمه۔16جون(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه وئيلي دي چې په حج 2024 كښې د حجاج كرام شمېره 18 لاکه 33 زره 164 ته ورسېده۔ د اېس پي اے له مخې ده مكې څخه تر منی او عرفات د حج د پړاؤنو د كاميابۍ اعلان وكړو۔ د سعودي د شمارياتو ادارې لمخې د حجاج كرام تعلق د نړۍ 200 څخه زياتو هېوادونو سره دے۔ آسيائي هېوادونو څخه د راغلې حجاج كرامو شمېره 63.3 فيصده ٬ عرب هېوادونو څخه 23.3 فيصده ٬ افريقا څخه 11.3 فيصده او امريكا او آسټرېليا څخه 3.2 فيصده پاتې شوه۔ د داخلي حجاج كرام شمېر 2 لكه 21 زره 854 او بهر هېوادونو څخه د راغلې حجاج كرام شمېره 16 لكه 11 زره 310 ريكارډ كړې شوه۔ په حجاج كرامو كښې 958137 نارينه او 875025 مېرمنې دي۔ د رپورټ له مخې 1546345 حاجيان د فضائي روټ د لارې ٬ 60251 د ځمكيزې لارې او 4714 د سمندر له لارې سعودي عربستان ته راسېدلي دي. د مكه روډ د لارې مملكت ته د راتلونكو حجاج كرامو شمېره 322901 ريكارډ كړې شوه۔