د تقوی لاره د فلاح او كاميابۍ ده٬ مصيبتونو او فساد څخه لرې پاتې كيږۍ ٬ څوك چې ظلم كوي عذاب سره به مخ كيږي٬ مومنانو ته تكليف وركؤنكي كله هم فلاح موندلې نه شي٬ د امام شيخ ډاكټر ماهر بن حمد د حج خطبه

میدان عرفات۔15جون (اے پی پی) د مسجد الحرام امام او خطیب شېخ ډاکټر ماهر بن حمد وئيلي دي چې د تقوی لاره د فلاح او كاميابۍ لاره ده٬ د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے ٬ د رسول اكرم (ص) اتباع كوؤنكو تل هدايت موندلے دے٬ قرآن وائي څوك هم چې ظلم كوي هغه به عذاب سره مخ كيږي٬ مومنانو ته تكليف رسوؤنكي كله هم فلاح …

میدان عرفات۔15جون (اے پی پی) د مسجد الحرام امام او خطیب شېخ ډاکټر ماهر بن حمد وئيلي دي چې د تقوی لاره د فلاح او كاميابۍ لاره ده٬ د اسلام د اركانو په عملي كولو كښې هدايت موجود دے ٬ د رسول اكرم (ص) اتباع كوؤنكو تل هدايت موندلے دے٬ قرآن وائي څوك هم چې ظلم كوي هغه به عذاب سره مخ كيږي٬ مومنانو ته تكليف رسوؤنكي كله هم فلاح موندلے نه شي ، د شیطان دھوكو او وسوسو څخه ځان محفوظ ساتۍ ٬ د چا حق مه خورۍ ٬ يو بل سره مرسته كوۍ ٬ د مرستې كولو جذبه پېدا كړۍ۔ په مسجد نمره كښې د حج خطبه كښې امام شېخ ډاکټر ماهر بن حمد ووئيل چې پاك پروردګار متقي خلقو ته نجات وركوي٬ د قيامت په ورځ به په دوئي كوم غم نه وي٬ څوك چې د پروردګار تقوی خپله كړي هغه ته به له هغه ځايه څخه رزق ترلاسه كيږي له كومې ځايې څخه چې هغه ګمان هم نه لري٬ څوك چې متقي وي پاك پروردګار به د هغه ګناه معاف او اجر زيات كړي۔ ده ووئيل عبادت يوازې د پاك پروردګار كول دي٬ امر يوازې د پاك پروردګار لخوا دے او هم دا دين دے۔ د خپل رب عبادت كوۍ كوم چې تاسو او ستاسو څخه وړاندې خلق پېدا كړې دي۔ دا د توحيد شهادت دے۔ شېخ ډاکټر ماهر بن حمد ووئيل خدايے پاك يو دے ٬ كوم شريك نه لري۔ هغه فرمائي زما محبت د هر يو څيز احاطه كړې ده۔ د هغه نازل كړے قرآن نېغه لاره ښائي۔ ده ووئيل زه ګواهي وركوم چې حضرت محمد (ص) د خدايے پاك رسول دے٬ هغه مونږ ته د رسول (ص) د اتباع كولو حكم كوي۔ ده ووئيل د رسول اتباع كوؤنكي فلاح موندلې ده۔ ده ووئيل پاك پروردګار عظيم ذات دے ٬ زيات حكمت لرونكے دے۔ ده ووئيل اسلام حقدار ته د حق وركولو حكم كړے دے۔ ده ووئيل د مور پلار نافرماني كوؤنكے نه دنيا كښې فلاح موندلے شي او نه په آخرت كښې۔ ده وئيل اسلام په امانت كښې خيانت څخه منع كوي۔ ده ووئيل اسلام بې حيايۍ او بدو خبرو او كارونو څخه منع كوي۔ ده ووئيل يو بل ته بدې نامې سره مه بلۍ ٬ تر ټولو ښه انسان هغه دے كوم چې خپلې كورودانې او بچو سره ښه سلوك كوي۔ ده ووئيل مسلمان بايد په نېكو كارونو كښې يو بل سره مرسته وكړي۔ ده زياته كړه چې اولس دې د يو بل د حقونو احترام وكړي۔ ده ووئيل څوك بايد كوم انسان ناحق قتل نه كړي۔ ده ووئيل پرېكړې عدل سره كوۍ۔ ده ووئيل شراب او جواري شيطاني عملونه دي۔ له خطبې څخه وروستو په مسجد نمره كښې د ماسپخين لمونځ قصر ادا كړے شو چې امامت يۍ شېخ ډاکټر ماهر بن حمد وكړو۔ حاجيانو صاحبانو د ماسپخين او ماځيګر لمونځونه د قصر او جمع په صورت كښې ادا كړل۔