مكه مكرمه 12 جون (اے پي پي)د سعودي داخله وزارت وئېلي دي د مكه مكرمه په داخلي لارو تعينات حج سكيورټي فورسز 15 كسان٬ 4 استوګن او 11 وګري نيولې دي۔نيولے شوو كسانو د حج ضوابط او هدايات خلاف ورزي كړې ۔د جون په لسمه نېټه 71 كسان نيولې شوي چا چې د اجازت نه بغېر د حج كولو هڅه كړې۔جنرل ډائرېكټورېټ آف پاسپورټ سيزنل انتظاميې كمېټو د غېر قانوني …
د حج ضوابط او هدايات په خلاف ورزۍ ځينې كسان نيولې شوي ٬د سعودي داخله وزارت
مكه مكرمه 12 جون (اے پي پي)د سعودي داخله وزارت وئېلي دي د مكه مكرمه په داخلي لارو تعينات حج سكيورټي فورسز 15 كسان٬ 4 استوګن او 11 وګري نيولې دي۔نيولے شوو كسانو د حج ضوابط او هدايات خلاف ورزي كړې ۔د جون په لسمه نېټه 71 كسان نيولې شوي چا چې د اجازت نه بغېر د حج كولو هڅه كړې۔جنرل ډائرېكټورېټ آف پاسپورټ سيزنل انتظاميې كمېټو د غېر قانوني تګ راتګ كښې ككړو كسانو په ضد 15 پريكړې جاري كړې۔په دې پريكړو كښې د ټرانسپورټر لپاره د 15 ورځې د زندان سزا٬ 10 زره رياله جرمانه شامل ده ۔خلاف ورزۍ كوونكو ته به هېواد پرېښودل وي او د بيا داخلدېو بندېز سره به هم مخ كېږي۔داخله وزارت ټولو وګړو او په استوګنو زور راوړے چې هغوي د حج په ضوابط په سختۍ سره عمل وكړي دغسې چې دا باوري كړی شي چې حج كوونكي د مناسك حج ادائيګۍ په مهال محفوظ دي او آرام محسوس كړي ۔












