بيجنګ 12 جون (اے پي پي)چين د الوتكې په پېښه كښې د ملاوي نائب صدر ساؤلوس چليما او نورو كسانو په مرګ د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د شنهوا له مخې د چين خارجه وزارت وياند لين جيان د شورو په ورځ د معمول پرېس بريفنګ په مهال د الوتكې پیښې ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د چين ملاوي نائب صدر ساؤلوس چليما او نورو كسانو په مرګ …
چين د ملاوي نائب صدر په مرګ غمرازي ښكاره كړه
بيجنګ 12 جون (اے پي پي)چين د الوتكې په پېښه كښې د ملاوي نائب صدر ساؤلوس چليما او نورو كسانو په مرګ د غمرازۍ څرګندونه كړې۔د شنهوا له مخې د چين خارجه وزارت وياند لين جيان د شورو په ورځ د معمول پرېس بريفنګ په مهال د الوتكې پیښې ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل د چين ملاوي نائب صدر ساؤلوس چليما او نورو كسانو په مرګ غم جنې كورنۍ سره د زړه نه د يووالي څرګندونه كوو۔ده ووئيل چين او ملاوي پرمختګ لپاره مخلص او دوست شراكتدار دي۔وياند ووئېل په دې سخت وخت كښې د چين حكومت او اولس د ملاوي حكومت او اولس سره مضبوط ولاړ دي او باور لرو چې ملاوي به د صدر لازارس چكويرا په مشرۍ كښې د ستونزو او غم څخه ډېر زر بهر شي۔












