كويت سټي 12 جون (اے پي پي)د كويت المنقف سيمه كښې 6 منزله د استوګنې ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله 41 كسان مړه او 43 ژوبل شوي۔د اردو نيوز له مخې د كويت چارواكو مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل په كومه ودانۍ كښې چې اور لګېدلے په دې كښې ګڼ شمېر خواري كښو استوګنه كوله ٬د اور لګېدو له امله 41 كسان مړه او 43 ژوبل شوي۔چارواكو …
كويت٬د استوګنې په ودانۍ د اور لګېدو له امله 41 كسان مړه٬ 43 ژوبل شول
كويت سټي 12 جون (اے پي پي)د كويت المنقف سيمه كښې 6 منزله د استوګنې ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله 41 كسان مړه او 43 ژوبل شوي۔د اردو نيوز له مخې د كويت چارواكو مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل په كومه ودانۍ كښې چې اور لګېدلے په دې كښې ګڼ شمېر خواري كښو استوګنه كوله ٬د اور لګېدو له امله 41 كسان مړه او 43 ژوبل شوي۔چارواكو وئيلي دي د ځايې وخت له مخې سهار 6 بجې د اور لګېدو اطلاع ترلاسه كېدو نه پس اړوندو چارواكو د مرستې كاروائي پیل كړه او ګڼ شمېر كسان د ودانۍ څخه ژوندي راويستلي شوي خو د ډېرو كسانو مرګونه د ساه بندېدو څخه شوي۔د ابتدائي اطلاعات له مخې د ودانۍ مالكانو د زياتې كرائے په لالچ په زياته شمېره خواري كښو ته استوګنه وركوله ۔د ابتدائي پلټنو څخه معلومه شوې چې د ودانۍ په يو منزل كښې ګاز سلنډر اېښودلے شوے ؤ كوم چې په ممكنه توګه د اور لګېدو سبب كرځېدلے ۔












