د خليج تعاون كونسل غزه كښې په نصيرات مهاجر كيمپ د اسرائيلي بريد غندنه

ریاض۔10جون(اے پی پی) خلیج تعاون کونسل( جي سي سي) غزه كښې په نصيرات مهاجر كېمپ د اسرائيلي بريد سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 274 كسان شهيدان او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ د اردو نیوز له مخې كونسل په خپل بيان كښې وئيلي دي نړيواله ورورولي دې د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيل د پرله پسې او منظمو جرمونو مخنيوي له اقدامات وكړي۔ په بيان كښی په نصيرات مهاجر كېمپ بريد يو ناوړه او ترهګر اقدام وګرځولے شو۔ دې نه ځانله د جي سي سي په وزارتي غونډه كښې وزيرانو ووئيل په غزه كښې د جنګ ختمولو له به د امريكائي صدر جوبائيډن وړاندېزونه په جدي او مثبت توګه اخستل وي چې ورسره به په غزه كښې جنګ بندي ممكن شي۔ په وزارتي غونډه كښې سعودي خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان هم ګډون وكړو۔ دې نه ځانله د اسلامی مرستې تنطیم (او آئي سي) په غزه كښې د ملګرو ملتونو د ریلیف اېنډ ورکس ایجنسۍ لاندې په يو سكول د اسرائيلي بمبارۍ غندنه وكړه چرته چې بې كوره شوو فلسطيني وګړو پناه اخستې وه۔