واشنګټن 05 جون (اے پي پي) د امریكې صدر جو بائیډن به د رواني اونۍ په مهال فرانس كښې د یوكرین صدر ولادیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي۔وائټ هاؤس د اړخه جاري بيان له مخې صدر جو بائیډن به د رواني اونۍ په مهال د فرانس نارمنډی ښار كښې د یوكرین صدر ولادیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي دغسې په اټاليا كښې د جی 7 غونډه كښې د روس په ضد د …
صدر جو بائیډن به روانه اونۍ كښې د یوكرین صدر ولادیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي، وائټ هاوس

مزید خبریں
واشنګټن 05 جون (اے پي پي) د امریكې صدر جو بائیډن به د رواني اونۍ په مهال فرانس كښې د یوكرین صدر ولادیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي۔وائټ هاؤس د اړخه جاري بيان له مخې صدر جو بائیډن به د رواني اونۍ په مهال د فرانس نارمنډی ښار كښې د یوكرین صدر ولادیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي دغسې په اټاليا كښې د جی 7 غونډه كښې د روس په ضد د یوكرین په جنګ به خبرې اترې كولې شي۔د امریكې د قامی سلامتیا صلاحكار جیك سلیوان د پیرس دورې په مهال ميډيا ته ووئيل د رواني اونۍ په مهال نارمنډی كښې د دويم نړيوال جنګ ډی ډے لینډنګ 80مې برسۍ په موقع به صدر بائیډن د یوكرین خپل همڅنګ ولودیمیر زیلنسكی سره ملاقات كوي۔ده ووئيل جو بائیډن به د 13 نه تر 15 جون د اټاليا ښار باری كښې د جی سیون غونډه كښې د یوكرین خپل همڅنګ سره ملاقات كوي چرته به چې د یوكرین جنګی هلو ځلو مرستې له د كنګل شوو د روس فنډز په استعمال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔دغسې جو بائیډن به جی 7 نه پس په سمدستي توګه د سوئټزرلینډ لوسرن ښار كښې د یوكرین په اړه سر مشريزه غونډه كښې ګډون نه كوي۔









