ریاض۔5 جون(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا فلسطيني اولس لپاره د مرستې سامان وړونكې 52 مه الوتكه د مصر العريش نړيوال ايئرپورټ ته رسېدلې ده۔ د اردو نيوز له مخې د مرستې او خذماتو شاہ سلمان مرکز لاندې د دفاع وزارت په مرسته د غزه ځپليو لپاره په لېږلې شوي سامان كښې فوډ باسکټس موجود دي ٬ دا به غزه ته رسولې شي۔ دا مرسته د سعودي عربستان د …
د سعودي عربستان غزه لپاره د مرستې سامان وړونكې 52 مه الوتكه مصر ته ورسيده

مزید خبریں
ریاض۔5 جون(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا فلسطيني اولس لپاره د مرستې سامان وړونكې 52 مه الوتكه د مصر العريش نړيوال ايئرپورټ ته رسېدلې ده۔ د اردو نيوز له مخې د مرستې او خذماتو شاہ سلمان مرکز لاندې د دفاع وزارت په مرسته د غزه ځپليو لپاره په لېږلې شوي سامان كښې فوډ باسکټس موجود دي ٬ دا به غزه ته رسولې شي۔ دا مرسته د سعودي عربستان د بشري كردار فرېم ورك له مخې ده چې مقصد يۍ په بېلو ستونزو او مصيبتونو كښې فلسطيني ورونړو سره ودرېدل دي۔ دا خبره دې ياده وي چې شاه سلمان مركز د غزه ځپليو لپاره فضائي او بحري پل جوړ كړے دے۔ تر دې دمه د 51 الوتكو او د 6 سمندري جهازونو د لارې د مرستې سامان لېږلے شوے دے۔ دې سره سره سعودي عربستان 20 اېمبولېنسز هم لېږلې دي۔









