د امريکې سپر ماډلز خوېندو بيلا او جيجي حديد فلسطين كښې د ريليف كاروائيو لپاره يو مېليون ډالره عطيه كړل

لندن 04 جون (اے پي پي) د امريکې سپر ماډلز خوېندو بيلا او جيجي حديد فلسطين كښې د ريليف كاروائيو لپاره يو مېليون ډالره عطيه كړي۔ د برتانيې خپرونو ادارې له مخې دواړې خوېندې به فنډ د بشري حقونو لپاره كار كوٶنكو څلورو تنظيمونو هيل فلسطين، فلسطين چلډرن ريليف فنډ، ورلډ سنټرل کچن او ورکس ايجنسۍ باندې يو برابر وېشي۔ بېلا باو جيجي حديد فلسطيني نژاد دي او د دوي …

لندن 04 جون (اے پي پي) د امريکې سپر ماډلز خوېندو بيلا او جيجي حديد فلسطين كښې د ريليف كاروائيو لپاره يو مېليون ډالره عطيه كړي۔ د برتانيې خپرونو ادارې له مخې دواړې خوېندې به فنډ د بشري حقونو لپاره كار كوٶنكو څلورو تنظيمونو هيل فلسطين، فلسطين چلډرن ريليف فنډ، ورلډ سنټرل کچن او ورکس ايجنسۍ باندې يو برابر وېشي۔ بېلا باو جيجي حديد فلسطيني نژاد دي او د دوي پلار محمد انور حديد امريكا كښې پراپرټي ټائيكون دے۔ بېلا خپل انسټاګرام پوسټ كښې وئيلي دي كه تاسو ته معلومه نه وي چې دا مهال په غزه كښې څه روان دي نو تاسو زما سټورۍ ولولې او خپل ځان د زمكيزو حقائقو نه خبر كړئ٬ تاسو د دغه ناوړه صورتحال نه سترګې مه اړوې چې دا مهال په غزه كښې په ځائي اولس څه تېرېږي

مزید خبریں