د اسرائیل پوځي كارروائۍ په غزه كښې سماجي اډانه له مينځه وړي ٬ ملګري ملتونه

غزہ۔4 جون(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې چارواكو وئيلي دي د اسرائیل پوځي كارروائۍ په غزه كښې سماجي اډانه له مينځه وړي۔ د ملګرو ملتونو ادارې او سي اېچ اے مشر آندریا ډی ډومینیکو د نړيوالې ادارې صدر دفتر نيويارك كښې خبريالانو ته د بريفنګ په مهال ووئيل په غزه كښې وګړو لپاره د پاتې كېدو تنګ ځاے لا محدود كيږي۔ په غزه كښې درې اوونۍ پاتې …

غزہ۔4 جون(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې چارواكو وئيلي دي د اسرائیل پوځي كارروائۍ په غزه كښې سماجي اډانه له مينځه وړي۔ د ملګرو ملتونو ادارې او سي اېچ اے مشر آندریا ډی ډومینیکو د نړيوالې ادارې صدر دفتر نيويارك كښې خبريالانو ته د بريفنګ په مهال ووئيل په غزه كښې وګړو لپاره د پاتې كېدو تنګ ځاے لا محدود كيږي۔ په غزه كښې درې اوونۍ پاتې كېدو څخه وروستو نيويارك ته د ستنېدو په مهال خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د اسرائيل پوځي كارروائيو كښې د زياتوالي څخه وروستو لس لكه څخه زياتو وګړو د سوئيلي ښار رفح څخه كډه كړې۔ ده ووئيل په غزه كښې د مرستيالو ادارو حالت د هغه معذور انسان دے كوم چې كله د زياتې مجبورۍ د لاسه په همسا ګرځېدل پېل كړل نو هغه څخه دغه همسا هم په زور واخستلې شوه۔ ده ووئيل په غزه كښې د مرستې هلې ځلې روانې ساتل داسې دي لكه د يو انسان پښې ماتې كړې شي او د هغه لاسونه شاته وتړل شي او بيا هغه ته د منډې وهلو امر وكړے شي۔ ده د غزه د ځپليو ذكر كولو سره ووئيل په دې كښې يواځې د ناروغه مېرمنو شمېره 20 زره ده۔ ده ووئيل ګڼ شمېر فلسطيني وګړي په خېمو كښې پاتې كيږي كوم چې سختې ګرمۍ او د اوبو كمي سره مخ دي۔ دغلته بېل رنځونه خپرېږي۔ ده ووئيل د كومې سيمې چې دا صورتحال وي او د غلته 36 زره څخه زيات كسان مړه شوي وي او 80 زره څخه زيات ژوبل وي د دغې ځاے د ماشومانو ژوند څنګه يو وارې بيا د معمول له مخې شروع كېدې شي په خاص توګه چې د هغوي سكولونه هم ويجاړ شوي وي

مزید خبریں