ریاض ۔4جون (اے پی پی) د سعودي عربستان، اردن، متحده عرب امارات، قطر او مصر خارجه وزيرانو په یوه ورچوئل غونډه كښې د غزې په وضعیت د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د مصر، قطر او امريكا لخوا د منځګړیتوب هڅو، د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کولو٬ مستقل جنګ بندۍ او په غزه كښې ځپليو ته د مرستې سامان رسولو له تر يوې لوظنامې …
د غزه په اړه دې د امريكائي صدر وړاندېز په مثبت ډول واخستے شي٬ عرب خارجه وزيران

مزید خبریں
ریاض ۔4جون (اے پی پی) د سعودي عربستان، اردن، متحده عرب امارات، قطر او مصر خارجه وزيرانو په یوه ورچوئل غونډه كښې د غزې په وضعیت د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د اېس پي اے له مخې د مصر، قطر او امريكا لخوا د منځګړیتوب هڅو، د یرغمل شویو او بندیانو خوشې کولو٬ مستقل جنګ بندۍ او په غزه كښې ځپليو ته د مرستې سامان رسولو له تر يوې لوظنامې ته د رسېدو هڅو جاج واخستے شو۔ د سعودي عربستان، اردن او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د دې هڅو د ملاتړ روان ساتلو باور وركړو۔دوئي د امريكائي اولس مشر جوبائيډن لخوا په وړاندې كړې شوي وړاندېز هم بحث وكړو۔ دوئي د امريكائي صدر وړاندېز په جدي توګه او مثبت ډول د اخستو په اهميت زور راوړو چې مقصد يۍ تر لوظنامې رسېدل دي كومه چې د غزه پټۍ په ټولو برخو كښې د مستقل جنګ بندۍ او د مرستې فوري ترسيل ضمانت وركوي۔ دوئي په غزه پټۍ كښې په سمدستي توګه د روان جارحيت مخه نيولو ٬ د دې د لاسه د روانې بشري تباهۍ ختمولو او بې كوره شويو ته خپلو سيمو ته د بېرته تللو اجازې وركولو په اهميت زور راوړو۔ دوئي غزه څخه د اسرائيلي قابض ځواكونو وتلو ٬ ددې بيا ودانول پېل كولو سره سره د امنيتي كونسل د قرارداد له مخې په دوه رياستي حل هم زور راوړو۔ د عرب وزيرانو وېنا وه چې د دوه رياستونو د حل نفاذ په كوم كښې چې د 4 جون 1967 په طرز يو آزاد ٬ خپلواكه فلسطيني رياست شامل دے چې پلازمينه يۍ مشرقي القدس وي د سيمې ټولو هېوادونو لپاره د سلامتيا او امن ترلاسه كولو لاره ده۔ دې نه ځانله د خليج تعاون كونسل عمومي سېكتر جاسم البداوی هم د امريكائي صدر جوبائيډن اعلان كړے وړاندېز خوشبينه وګرځولو۔









