كيف 03 جون (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زيلنسكي به په اطاليا كښې كېدونكې د جي سيون مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د اے اېف پي له مخې د ګل په ورځ د صدر زيلنسكي وياند سرګي نيكفوروف ميډيا ته ووئيل چې د يوكرين صدر ولاديمير زيلنسكي به په اطاليا كښې كېدونكي د جي سيون مشرانو غونډه كښې آن لائن يا په ذاتي توګه ګډون كوي۔ سوئېلي اطاليا كښې …
يوكريني صدر زيلنسكي به په اطاليا كښې د جي سيون مشرانو غونډه كښې ګډون كوي

مزید خبریں
كيف 03 جون (اے پي پي) د يوكرېن صدر ولاديمير زيلنسكي به په اطاليا كښې كېدونكې د جي سيون مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔د اے اېف پي له مخې د ګل په ورځ د صدر زيلنسكي وياند سرګي نيكفوروف ميډيا ته ووئيل چې د يوكرين صدر ولاديمير زيلنسكي به په اطاليا كښې كېدونكي د جي سيون مشرانو غونډه كښې آن لائن يا په ذاتي توګه ګډون كوي۔ سوئېلي اطاليا كښې د 13 نه تر 15 جون كېدونكې د مشرانو كنفرنس يوه مهمه ايجنډا د روسيې منجمد اثاثو څخه ترلاسه كېدونكې منافع د يوكرين مرستې لپاره د كارولو په تګلاره غور كول هم دي۔ وياند ووئيل چې زيلنسكي به د 15 نه تر 16 جون كېدونكي يوكرين امن مشرانو غونډې لپاره د ځينې اروپائي دارالحكومتونو دورې كوي۔









