مالے ۔3جون(اے پی پی) مالدیپ فلسطیني وګړو سره د يو والي څرګندونې او د غزه جنګ په ضد د احتجاج په توګه د اسرائيلي وګړو هېواد ته په داخلېدو بندېز لګولے دے۔ د عرب نیوز له مخې د مالديپ صدارتي دفتر لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په هېواد كښې د اسرائيلي پاسپورټ لرونكو په داخلېدو بندېز لګولے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې …
مالدیپ د اسرائيلي وګړو هيواد ته په داخليدو بنديز ولګولو

مزید خبریں
مالے ۔3جون(اے پی پی) مالدیپ فلسطیني وګړو سره د يو والي څرګندونې او د غزه جنګ په ضد د احتجاج په توګه د اسرائيلي وګړو هېواد ته په داخلېدو بندېز لګولے دے۔ د عرب نیوز له مخې د مالديپ صدارتي دفتر لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په هېواد كښې د اسرائيلي پاسپورټ لرونكو په داخلېدو بندېز لګولے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې هېواد كښې داخلېدو سره اړوندو قوانينو كښې د بدلون كولو پرېكړه شوې ده۔ د صدارتی وياند وېنا وه چې صدر معېزو د اسرائيلي پاسپورټ لرونكو هېواد ته په داخلېدو د بندېز لګولو عزم څرګند كړے دے۔ د صدارتي دفتر لخوا وئيلې شوي دي چې د فلسطيني وګړو د مرستې لپاره به د مالديپ صدر معېزو خپل خاص نمائنده هم تعينات كړي۔ دا خبره دې ياده وي چې مالديپ دې څخه وړاندې په كال 1990 كښې د اسرائيلي وګړو په داخلېدو بندېز لګولے وو كوم چې كال 2010 كښې پورته كړے شوې وو۔ دغزہ جنګ پېل كېدو څخه وروستو مخالف ګوندونو او حكومتي اتحادي صدر د اسرائيلي وګړو هېواد ته په داخلېدو د بندېز لګولو په حاجت زور راوړلو۔









