عزه لپاره د مرستې 51 مه سعودي الوتكه مصر ته ورسيده

ریاض ۔3جون(اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني اولس سره مرسته زياتولو له خپلې هڅې روانې ساتلي دي۔ د العربيه له مخې د کنګ سلمان سنټر فار ریلیف اېنډ هیومېنټېرین اېکشن تر انتظام لاندې د سعودي عربستان 51 مه د مرستې سامان وړونكې الوتكه د مصر العريش ایئرپورټ ته ورسېده۔ د سعودي عربستان لخوا لېږلې شوي د خوراك پېكجكز به العريش څخه غزه ته رسولې شي۔ فلسطین په هغه هېوادونو كښې …

ریاض ۔3جون(اے پی پی) سعودی عربستان فلسطيني اولس سره مرسته زياتولو له خپلې هڅې روانې ساتلي دي۔ د العربيه له مخې د کنګ سلمان سنټر فار ریلیف اېنډ هیومېنټېرین اېکشن تر انتظام لاندې د سعودي عربستان 51 مه د مرستې سامان وړونكې الوتكه د مصر العريش ایئرپورټ ته ورسېده۔ د سعودي عربستان لخوا لېږلې شوي د خوراك پېكجكز به العريش څخه غزه ته رسولې شي۔ فلسطین په هغه هېوادونو كښې يو دے كوم چې د سعودي مرستې پلېټ فارم د لارې تر ټولو زياته مرسته ترلاسه كوي۔ فلسطین لپاره د سعودي عربستان د مرستې ماليت نزدې 5 اربه سعودي ريال ته رسېدلے دے۔ نزدې درې لكه 77 زره 855 بې كوره شوي فلسطيني وګړي به دې لېږلې شوي خوراك څخه استفاده كولې شي۔ په غزه كښې د انساني بحران پېل كېدو څخه وروستو سعودی عربستان په غزه كښې فلسطینی اولس ته ريليف وركولو له د “ساھم” پلېټ فارم د لارې مهم چلولے دے۔ په دې پلېټ فارم تر دې دمه 688 ملین 800 زره 273 ریال جمع كړې شوي دي۔

مزید خبریں