په رفح كښې روانه عامه وژنه د انصاف د نړيوال عدالت پرېكړې خلاف ورزي ده٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔30 مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په رفح كښې په جبري توګه د بې كوره كړې شويو فلسطيني وګړو په كېمپ د اسرائيلي بريد سخته غندنه كولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې مونږ ټول د انصاف د نړيوال عدالت په پرېكړو د عمل كولو پابند يؤ او ټولو غړو له به په دې عمل كول وي۔ د ملګرو ملتونو د نیوز وېب سائټ له مخې د ملګرو ملتونو د دفتر وياند د غزه وضعې په اړه د ګوترېش تحريري بيان جاري كړې دې۔ د هغه وېنا ده چې ما د كوچنيانو په شمول د عامو وګړو عكسونه ډېر درد سره كتلي دي او دا اسرائيلي جارحيت بايد ختم كړے شي۔ ده د 36 زره څخه زياتو مسلمانانو په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده فوري جنګ بندۍ او د بنديانو په غېر مشروط توګه د خوشې كولو خپله غوښتنه هم تكرار كړه۔ ده زياته كړه چې اسرائیلی چارواكو له به بشري مرسته ځپليو ته رسولو له لاره هوارول وي۔ ده ووئيل مونږ له به سلامتيا ٬ وقار او هيلو لپاره هڅې كول وي۔ سياسي حل لپاره د كوټلي اقداماتو اپيل كولو سره عمومي سېكتر دوه رياستي حل لپاره د خپل ملاتړ پخلے وكړو