چين زمونږ ترجيحي همكار دے، روسيه

ماسکو 30 مئي (اے پي پي) د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاوروف وئيلي دي چې چين او روسيه د يو بل ترجيحي همكاران دي٬ د تاس له مخئ ده د “روسيه او چين” په نوي دور كښې د مرستې په عنوان 9م نړيوال كنفرنس ته خپل وېډيو پېغام كښې ووئيل د روان كال په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځلې كېږي٬ مونږ به د دې سالګرې په موقع نوې اړيكې لا قوي كوٶ او مونږ د يو بل ترجيحي همكاران يؤ۔