بیجنګ ۔30 مئی(اے پی پی) د چين صدر شی جن پنګ په غزه كښې نزدې 8 مياشتو څخه روان جنګ زياته سنګينه معامله ګرځولو سره وئيلي دي چې د غزه وضعه زياته سنګينه او مونږ ته دړد رسوؤنكې ده۔ د العربیه له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه خپل مصري همڅنګ عبد الفتاح السيسي سره په بيجنګ كښې خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په فلسطین اسرائیل شخړه كښې ګڼ شمېر …
په غزه كښې روانه وضعه زياته سنګينه او دړد رسوؤنكې ده ٬ چين

مزید خبریں
بیجنګ ۔30 مئی(اے پی پی) د چين صدر شی جن پنګ په غزه كښې نزدې 8 مياشتو څخه روان جنګ زياته سنګينه معامله ګرځولو سره وئيلي دي چې د غزه وضعه زياته سنګينه او مونږ ته دړد رسوؤنكې ده۔ د العربیه له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه خپل مصري همڅنګ عبد الفتاح السيسي سره په بيجنګ كښې خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په فلسطین اسرائیل شخړه كښې ګڼ شمېر بې ګناه فلسطيني وګړي شهيد شوي دي او په غزه كښې روانه وضعه زياته سنګينه او مونږ ته دړد رسوؤنكې ده۔ ده ووئيل د چين په نزدې تر ټولو فوري او ترجيحي كار په غزه كښې جنګ بندي ده۔ ده ووئيل چين اسرائيل سره ښې اړيكې لري خو مونږ له څو لسيزو څخه د فلسطين ملاتړ كړے دے او د شخړې دوه رياستي حل لپاره مو كمپائن چلولے دے۔ ده ووئيل چين په بشري بنيادونو ريليف رسولو كښې د مصر د مهم كردار ستائنه كوي۔ د چين صدر ووئيل چې د غزه اولس مرسته روانه ساتلو له چين مصر سره په ګډه كار كولو له چمتؤ دے او غواړي چې د فلسطين د مسئلې فوري ٬بشپړ ٬ منصفانه او تل پاتي حل لپاره هڅې وكړې شي









