د سرکاری سکیم ترمخه د 126 حج پروازونو د لارې 31 زره 57 حج كوونكې سعودی عرب ته ورسيدل

مکه مکرمه 23 مئی (اے پي پي) د سرکاري سکیم ترمخه تر اوسه د 126 حج پروازونو د لارې 31 زره 57 حج كوونكې سعودی عرب ته رسيدلي ، جده لپاره پاکستان څخه پروازونه به د جمعې ورځې 24 مئی څخه پيل شي ، حج څخه وړاندې فلائټ آپریشن به تر 9 جون روان وي۔ د مذهبی چارو وزارت له مخې د پاکستان حج كوونكو سعودي عرب ته د تللو …

مکه مکرمه 23 مئی (اے پي پي) د سرکاري سکیم ترمخه تر اوسه د 126 حج پروازونو د لارې 31 زره 57 حج كوونكې سعودی عرب ته رسيدلي ، جده لپاره پاکستان څخه پروازونه به د جمعې ورځې 24 مئی څخه پيل شي ، حج څخه وړاندې فلائټ آپریشن به تر 9 جون روان وي۔ د مذهبی چارو وزارت له مخې د پاکستان حج كوونكو سعودي عرب ته د تللو سلسله روانه ده۔ پاکستان حج مشن ، سعودي چارواكي او کیټرنګ کمپنیو د اړخه د ميلمنو هركلے كېږي۔د زيارت په ورځ هم د 12 پروازونو د لارې نور 24 سوه 50 حج كوونكې مدینې منورې ته رسيدلې ۔ د پرائیویټ سکیم 2 زره څخه زيات حج كوونكې هم سعودي عرب ته رسيدلې ۔16 زره 5 سوه حج كوونكې د سعودي چارواكو په خصوصی مرسته د ریاض الجنه زیارت كړے۔وياند له مخې 12 زره 435 حج كوونكې د مدینه منوره زيارت بشپړولو سره عمرې كولو له مکه ته لاړل۔پاکستان څخه جده لپاره نيغ په نيغه حج پروازونه د 24 مئی څخه پيل كېږي۔

مزید خبریں