ابراهيم رئيسي به د زيارت په ماښام مشهد كښې خاورو ته سپارلے شي

تهران ۔21مئی(اے پی پی) د ايران د مشرقي آذربائيجان په سرښار تبرېز كښې د ابراهيم رئيسي د جنازې مونځ ادا كړے شو۔ د نهې په ورځ په زيات شمېر وګړي د صدر ابراهیم رئیسی د جنازې مونځ كښې ګډون لپاره جمع شول۔ له جنازې وروستو د ارواښاد مړے د الوتكې د لارې تهران ته روان كړے شو۔ د مهر نیوز له مخې په تهران كښې د دويمې جنازې څخه وروستو …

تهران ۔21مئی(اے پی پی) د ايران د مشرقي آذربائيجان په سرښار تبرېز كښې د ابراهيم رئيسي د جنازې مونځ ادا كړے شو۔ د نهې په ورځ په زيات شمېر وګړي د صدر ابراهیم رئیسی د جنازې مونځ كښې ګډون لپاره جمع شول۔ له جنازې وروستو د ارواښاد مړے د الوتكې د لارې تهران ته روان كړے شو۔ د مهر نیوز له مخې په تهران كښې د دويمې جنازې څخه وروستو به د ارواښادو مړي د زيارت په سهار سوئيلي خراسان ولايت او وروستو پلرني ښار مشهد ته وړلې شي چرته به چې د امام رضا په مزار د امام آيت الله خامنه اي په اقتدا كښې د جنازې مونځ ادا كولې شي او هم په دغه ورځ به ماښام خاورو ته سپارلے شي۔ 63 كلن ابراهيم رئيسي د ګل په ورځ د چورلكې په دړدېدلې پېښه كښې په حق رسېدلے ؤ ۔ هغه خپل آذري همڅنګ الهام علیوف سره په پوله د يو ډېم پرانسته كښې ګډون لپاره تلے ؤ ۔ د راستنېدو په مهال د هغه چورلكه پېښې سره مخ شوه۔ په پېښه كښې په حق رسېدليو كښې د ايران صدر سره خارجه وزير حسین امیر عبداللهیان، د مشرقی آذربائیجان صوبائی چارواكي او د هغه امنيتي ډله هم شامله وه

مزید خبریں