ایران، صدر ابراهیم رئیسی، خارجه وزير حسین امیرعبداللهیان او نور د چورلكې پيښه كښې په حق ورسيدل

تهران ۔20مئی(اے پی پی) د ایران صدر ابراهیم رئیسی او خارجه حسین امیرعبد اللهیان د چورلكې په پېښه كښې په حق رسېدلي۔ ايراني خبري اژانس تصديق كړے دے چې د صدر او خارجه وزير اوړونكې چورلكې ټول مسافر په حق رسېدلي دي۔ د اژانس له مخې شهید ډاکټر سید ابراهیم رئیسی د اتوار په ماښامې د سوريه پوليزې سيمه قيز قلعه كښې د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره د ډېم …

تهران ۔20مئی(اے پی پی) د ایران صدر ابراهیم رئیسی او خارجه حسین امیرعبد اللهیان د چورلكې په پېښه كښې په حق رسېدلي۔ ايراني خبري اژانس تصديق كړے دے چې د صدر او خارجه وزير اوړونكې چورلكې ټول مسافر په حق رسېدلي دي۔ د اژانس له مخې شهید ډاکټر سید ابراهیم رئیسی د اتوار په ماښامې د سوريه پوليزې سيمه قيز قلعه كښې د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره د ډېم پرانستې څخه وروستو تبريز ښار ته بېرته روان وو چې د ده چورلكه د ایران صوبې شرقی آذربائیجان په زرقان سيمه كښې پېښې سره مخ شوه۔ د پېښې په نتيجه كښې صدر ابراهيم رئيسي سره د خپلو ملګرو په حق ورسېد۔ پېښه سره مخ شوې بدقسمه چورلكه كښې صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسی سره خارجه وزير حسین امیر عبد اللهیان، د مشرقی آذربائیجان صوبې ګورنرمالک رحمتی ، د صدر ابراهيم د امنيتي ډلې کمانډر جنرل سید مهدی موسوی او د صدر ذاتی محافظ موجود وو۔ د ایران سرکاری خبر رسنې ادارې آئی آر اېن اے له مخې صدر د امريكې جوړ شوې بېل 212 چورلكه كښې سفر كولو۔ رائټرز د يو ايراني اهلكار حوالې سره وئيلي چې پېښې سره مخ شوې چورلكه په بشپړه توګه سوځېدلې وه

مزید خبریں