فلسطينيانو لپاره دې په نړيواله كچه قانوني وسائل وكارولې شي٬ د او آئي سي عمومي سيكتر

منامه ۔17مئی(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او ائي سي) عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طه وئيلي دي د فلسطينيانو ملاتړ لپاره به په نړيواله كچه قانوني وسائل فعاله كول وي۔ د اېس پي اے له مخې د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن طه د بحرېن په پلازمينه منامه كښې 33 مې عرب سرمشريزې غونډې ته خطاب كښې په دې خبره زور راوړلو چې دا مهال به داسې پرېكړې …

منامه ۔17مئی(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او ائي سي) عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طه وئيلي دي د فلسطينيانو ملاتړ لپاره به په نړيواله كچه قانوني وسائل فعاله كول وي۔ د اېس پي اے له مخې د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن طه د بحرېن په پلازمينه منامه كښې 33 مې عرب سرمشريزې غونډې ته خطاب كښې په دې خبره زور راوړلو چې دا مهال به داسې پرېكړې كول وي كومې چې د فلسطين ورونړو خوېندو په خپله خاوره پاتې كېدو او د خونړي جنګ مخنيوي لپاره وي۔ ده زياته كړه چې مونږ د هغه ټولو پرېكړو هركلے كوؤ كومې چې د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطيني رياست بشپړ غړيتوب لپاره صادر شوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې تلپاتي او مستقل امن لپاره يواځنۍ لاره خبرې كول دي۔ ده په صوماليه كښې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ مقابله كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ د اسلامو فوبيا او كركه خپرونكو وېناګانو مقابله كولو له په بشپړه ډول كار كړے ، په نړيواله كچه مو كركه خپرونكي رجحانات ختمولو له د بېلو تهذيبونو او مذهبونو ترمينځه د خبرو اترو ډاډګيرنه كړې

مزید خبریں