سعودي عرب د سلوواکیه په وزیراعظم د بريد غندنه وكړه

ریاض ۔17مئی (اے پی پی) سعودي عربستان د سلوواکیه په وزیراعظم رابرټ فیکو د قاتلانه بريد غندنه كړې۔ د اردو نیوز تر مخه خارجه وزارت د غندنې خپل بيان جاري كړے ۔ خارجه وزارت وئېلي دي سعودي عرب د شدت خوښۍ هر شکل او صورت مسترد کوي ۔وزارت وئېلي دي سعودي عرب د جمهوریه سلوواکیه سره ولاړ دے او د هېواد امن اواستحکام ته د زيان رسولو هر عمل په …

ریاض ۔17مئی (اے پی پی) سعودي عربستان د سلوواکیه په وزیراعظم رابرټ فیکو د قاتلانه بريد غندنه كړې۔ د اردو نیوز تر مخه خارجه وزارت د غندنې خپل بيان جاري كړے ۔ خارجه وزارت وئېلي دي سعودي عرب د شدت خوښۍ هر شکل او صورت مسترد کوي ۔وزارت وئېلي دي سعودي عرب د جمهوریه سلوواکیه سره ولاړ دے او د هېواد امن اواستحکام ته د زيان رسولو هر عمل په سختۍ سره رد کوي ۔خارجه وزارت د سلوواکیه وزیراعظم رابرټ فیکو لپاره د زر روغتيا هيله څرګنده كړې ۔

مزید خبریں