د سټینډ بائي لوظنامې په مهال پاکستان د معاشي استحکام لپاره قوي پالیسي اقدامات کړي ، د نوي پروګرام لپاره خبرې روانې دي ، آئي ایم ایف

واشنګټن۔17مئی (اے پي پي) نړيوال مالیاتي فنډ(آئي ایم ایف) وئېلي دي پاکستان د سټینډ بائي لوظنامې په مهال د معاشي استحکام لپاره مضبوط پالیسي اقدامات کړي وو ،د نوي پروګرام لپاره پاکستان سره خبرې روانې دي۔ دا خبره د آئي ایم ایف کمیونیکیشن ډائریکټرجولي کوزیک واشنګټن كښې پریس بریفنګ کښې وكړې ۔ هغه ووئېل د تېرې مياشتې په 29 تاريخ د آئي ایم ایف ایګزیکټو بورډ د پاکستان د دوېمې …

واشنګټن۔17مئی (اے پي پي) نړيوال مالیاتي فنډ(آئي ایم ایف) وئېلي دي پاکستان د سټینډ بائي لوظنامې په مهال د معاشي استحکام لپاره مضبوط پالیسي اقدامات کړي وو ،د نوي پروګرام لپاره پاکستان سره خبرې روانې دي۔ دا خبره د آئي ایم ایف کمیونیکیشن ډائریکټرجولي کوزیک واشنګټن كښې پریس بریفنګ کښې وكړې ۔ هغه ووئېل د تېرې مياشتې په 29 تاريخ د آئي ایم ایف ایګزیکټو بورډ د پاکستان د دوېمې او حتمي جائزې منظوري وركړې وه د كومې نه پس چې پاکستان له 1.1 ارب ډال قسط جاري كړے شو۔ هغه ووئېل د سټینډ بائي لوظنامې تر مخه د پاکستان حکومت معاشي استحکام له قوي پالیسي اقدامات كړي چې ورسره معیشت ته مستحکم كېدو له مرسته تر لاسه شوې ۔ هغه ووئېل دا وخت د نتھن پورټرپه قیادت كښې د آئي ایم ایف مشن د پاکستان په دوره دے كوم چې د نوي پروګرام لپاره پاکستانو چارواكو سره خبرې كوي ۔هغه ووئېل د آئي ایم ایف مشن په واپسۍ به پاکستان سره د شوو خبرو جاج اغستلے شي او د هغې تر مخه به پرېكرې كولې شي ۔\

مزید خبریں