انقره 12 مئی (اے پي پي) تركیه د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د فلسطین په اړه مسوده قرارداد منظورولو هركلے كړې دې۔ټی آر ټی له مخې د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې مونږ د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د پريكړې هركلے كوو چې پكښې به فلسطین ته پراخه حقوق او مراعات سره سره د نړيوالې ادارې هلو ځلو كښې د برخه اخستلو اجازه …
تركیه د ملكرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې د فلسطین په اړه د مسوده قرارداد منظورولو هركلے وكړو

مزید خبریں
انقره 12 مئی (اے پي پي) تركیه د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د فلسطین په اړه مسوده قرارداد منظورولو هركلے كړې دې۔ټی آر ټی له مخې د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې مونږ د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د پريكړې هركلے كوو چې پكښې به فلسطین ته پراخه حقوق او مراعات سره سره د نړيوالې ادارې هلو ځلو كښې د برخه اخستلو اجازه ترلاسه شي،دې پريكړې سره يو ځل بيا د فلسطین اولس د خپل ریاست د حق او دوه ریاستی حل لپاره د نړيوالي ورورولۍ لوئ اكثریت د قوي حمایت څرګندونه شوې۔بیان كښې د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې په غزه كښې د اسرائیلي بربریت مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات وكړي۔









