د سعودي مشرتابه په برازيل كښې د سېلاب له امله په شوي زيان د افسوس څرګندونه وكړه

رياض 09 مئی(اے پی پی)خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په برازيل كښې د سېلاب له امله په بشري ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔د اردو نيوز له مخې د سعودي مشرتابه برازيل صدر لوئس اينا سيو ته د غمرازۍ پېغام كښې ووئيل مونږ د برازيل په جنوب كښې د راغلې سېلاب له امله په مرګونو افسوس لرو چې پكښې ګڼ شمېر مړه٬ژوبل او بې دركه شوي ۔د سعودي مشرتابه ووئېل په دې سخت وخت كښې مونږ د هغوي سره ولاړ يو۔ده د ځپليو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئېل مونږ د ځپليو زر روغتيا او د بې دركه كسانو زر درك لګېدو له هيله لرو۔د سعودي مشرتابه ووئيل مونږ ستاسو په غم كښې برابر شريك يو۔