په چين كښی ترافيكي پيښه ٬ 9 كسان مړه

بیجنګ ۔9 مئی(اے پی پی) د چین په قطبي لويديزه سيمه ننګ شیا هوئی كښې ترافيكي پېښه كښې 9 كسان مړه شوي۔ شنهوا د ځايي چارواكو په اړه وئيل دا ترافيكي پېښه د قطبي لويدېز چين خپلواكې سيمې ننګ شيا هوئي په چنګ ټوګشيا ښار كښې په ستره لاره رامخې ته شوه چرته چې يو ټرك موټر سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 2 ژوبل شول۔ د سيمه ايز پبلک سکېورټی ډیپارټمنټ له مخې ژوبل شوي ځائي روغتون ته ورسولې شول او د دوي حالت د خطر څخه بهر ښودلے شي۔ د پېښې په اړه پلټنې روانې دي