د اګست 2019 يو اړخيزه پريكړه كشميري اولس لپاره د قبلولو وړ نه ده ٬ محبوبه مفتي

سرینګر۔8مئی (اے پی پی)په مقبوضه جموں وكشمير كښې د پیپلز ډېموکرېټک ګوند مشرې محبوبه مفتي وئيلي دي چې د هندي حكومت په 5 اګست 2019 كړې يو اړخيزه پرېكړه كشميري اولس لپاره د قبلولو وړ نه ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې محبوبه مفتي د پلوامه ضلعې په ترال سيمه كښې يوې غونډې ته خپل خطاب كښې په خلقو زور راوړو چې هغوي دې خپله رايې پوهې سره وكاروي …

سرینګر۔8مئی (اے پی پی)په مقبوضه جموں وكشمير كښې د پیپلز ډېموکرېټک ګوند مشرې محبوبه مفتي وئيلي دي چې د هندي حكومت په 5 اګست 2019 كړې يو اړخيزه پرېكړه كشميري اولس لپاره د قبلولو وړ نه ده۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې محبوبه مفتي د پلوامه ضلعې په ترال سيمه كښې يوې غونډې ته خپل خطاب كښې په خلقو زور راوړو چې هغوي دې خپله رايې پوهې سره وكاروي او د دفعه 370 منسوخي دې مسترد كړي۔ دې ووئيل دا ټاكنې پرمختيائي كارونو لپاره نه بلكې په كال 2019 كښې د شويو پرېكړو په ضد يو مضبوط پېغام لپاره بايد وكړې شي

مزید خبریں