چين، په روغتون كښې د چاقو بريد 2 مړه٬ 21 ژوبل

بيجنحګ 07 مئي (اے پي پي) د چين په ژينسيونګ کاؤنټۍ كښې په روغتون كښې د چاقو په بريد كښې دوه كسان مړه او 21 ژوبل شوي۔ د اے اېف پي له مخې د ژين شيو نګ کائونټي په سركاري وي چېټ اکاٶنټ وئيلي شوې دي چې دا پېښه د نهې په ورځ د ژينسيونګ کائونټي په چينګن روغتون كښې رامخې ته شوې چې پكښې دوه كسان مړه او 21 ژوبل شوي۔ بريد كوٶنكے نيولے شوے دے۔