د روسيه په بېلګوروډ ښار د يوكرائن په ډرون بريدن كښې 6 كسان مړه٬ 35 ژوبل

ماسکو 06 مئي (اے پي پي) د روسيه په بېلګوروډ ښار د يوكرائن په ډرون بريدن كښې 6 كسان مړه٬ 35 ژوبل شوي۔ د شنهوا له مخې سيمه ايز ګورنر وياچسلاو ګلادکوف وئيلي دي چې د روسيه په سيمه ايزه بېلګوروډ كښې د يوكرائن په ډرون بريد كښې 6 كسان مړه او 35 ژوبل شوي۔ د يوكرائن لخوا په ډرون بريد كښې دوه ګاډي په نښه كړي شوي په كومو كښې چې د كمپنۍ ملازمان كار لپاره روان ٶ۔ په ژوبل شويو كښې دوه ماشامان هم شامل دي۔ د روسيه تحقيقاتي كمېټۍ وئيلي دي چې د بريد به تحقيقات كولې شي۔