اسرائيل دے په غزه كښې د جنګي او د انسانيت په ضد د جرمونو په كولو ځواب وركوؤنكے و ګرځولے شي٬ بنګله ديش

بنجول۔6 مئی(اے پی پی) بنګله دېش غوښتنه كړې ده چې اسرائيل دے په غزه كښې د جنګي او د انسانيت په ضد د جرمونو په كولو ځواب وركوؤنكے وګرځولے شي۔ د شنهوا له مخې د بنګله دېش خارجه وزير حسن محمود د ګېمبیا په پلازمينه بنجول كښې د او آئي سي 15مې سرمشريزې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) غړو له به بحران ختمولو له د ګڼ اړخيزه مذاكراتو برخه جوړېدل وي۔ ده د روانې فلسطين اسرائيل شخړې په سمدستي توګه د ختمولو ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسول باوري كولو او د جنګي او د انسانيت په ضد د جرمونو په كولو د اسرائيل ځواب وركوؤنكے ګرځولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل او آئي سي له به حكومتونو ٬ ملګرو ملتونو اروپائي ائتلاف او نورو تنظيمونو سره د اسلاموفوبيا مقابله كولو او زغم ته وده وركولو له د خبرو لړۍ روانه ساتل وي