د لائوس صدر به د مئي 7مې نېټې خخه د روس پنځه ورځنۍ دوره كوي

وینتیانے 06مئی(اے پي پي)د لائو صدر تهونګ لون سيسولته به د مئي 7مې نيټې څخه د روس پنځه ورځنۍ دوره كوي۔د روسې خبري اژانس تاس له مخې د لائوس خارجه وزارت وئېلي دي صدر تهونګ لون سيسولته د خپل روسې هم څنګ ولاديمير پيوټن په بلنه د اعلٰی كچ پلاوي په مشرۍ كولو د 7 مئي نه تر 11 مئي د روس دوره كوي۔وزارت وئېلي دي د دې دورې مقصد د لائوس او روس ترمينځه د ملګرتيا اړيكو د لوظ نامې 30مه سالګره باندې دوه اړخيزه اړيكې او مرسته لا قوي كول دي۔د يادونې وړ ده د روس او لائوس صدرانو آخري ملاقات د 17 اكتوبر 2023 په مهال بيجنګ كښې شوے ؤ چرته چې د دواړو لارښودو بيلټ اينډ روډ انټرنېشنل فورم كښې ګډون كړې و۔