شمالی غزه د بشپړه قحط ښکار شوې ده۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 04 مئی (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارې وركړې چې شمالی غزه اوس په بشپړه توګه د قحط ښکار شوې ده او جنوب كښې هم دغه صورتحال دې۔عرب نیوز له مخې د ملګرو ملتونو يو اعلٰیٰ عهدیدار میډیا ته ووئيل غزه اوس د بشپړه قحط ښکار ده د دې قحط صورتحال مقابله کولو لپاره د پولو لارو پرانستلو ته اړتيا ده۔د خوراك نړيوالې ادارې ډائریکټر سنډی میکین وئيلي چې جنګ بندۍ نه علاوه زمكيزې او سمندري لارو سره د انسانی مرستې ترسیل په غزه كښې د تباهۍ څخه بچ كيدو لپاره ضروری دې۔د امریکې د نړيوال پرمختګ ایجنسۍ يو عهدیدار ایسوسی ایټډ پرېس ته ووئيل د سمندری لارې سره د نور خوراك ورسولو لپاره د امریکې نوې منصوبے تیارۍ بشپړ شوې او ګڼ شمير د ولږي ښكار ماشومانو له به طبی مرسته هم وركولې شي۔