کانګو،د كډوالو په كيمپ بريد٬ 9 كسان مړه

ګوما 04 مئی (اے پي پي) کانګو كښې د كډوالو په يو کیمپ د بريد په نتيجه كښې 9 كسان مړه شوې دي۔رائټرز له مخې يو ځائې اهلكار ميډيا ته وووئيل ګوما كښې د كډوالو په کیمپ شوې بريد كښې د 7 ماشومانو پشمول 9 كسان مړه شوې دي۔ده ووئيل په سمدستي توګه دا نه ده واضحه شوې چې څه ډول چاؤديدونكې توكي استعمال كړې شوي ؤ يا د دې بريد ذمه وار څوك ؤ۔دا خبره دې ياده وي چې د روانډا حمایت یافته باغی ګروپ اېم 23 د اړخه دوه كلن جارحیت اوسنيو څو مياشتو كښې ګوما ته رانزدې شوې چې له امله ئې ګڼ وګړي شا او خوا سيمو كښې په پناه اخستلو مجبور شوې دي۔