دبئۍ٬ د العېن ښار ګورنر شېخ طحنون النهيان پحق ورسېد٬ هېواد كښې د اوو ورځو د غم اعلان

متحده عرب امارات 02 مئي (اے پي پي) د متحده عرب امارات د صدر شېخ خليفه بن زايد النهيان تره شيخ طحنون بن محمد النهيان پحق ورسېد۔ د العربيه له مخې د امارات صدر شېخ خليفه بن زايد النهيان د خپل تره او د دبئۍ د العېن رياست ګورنر طحنون بن محمد په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره ووئيل ارواښاد په كال 1971 كښې د متحده عرب امارات جوړولو په لړ كښې خپل ورور شېخ زايد بن سلطان النهيان سره هلې ځلې كړې وې او د امارات په موسئسانو كښې شامل ٶ۔ ده ووئيل د شېخ طحنون بن محمد النهيان په مړينه به په ټول هېواد كښې د اوو ورځو غم وي اوقامي بېرغ به ټيټ وي۔ د يادونې وړ ده شېخ طحنون د زراعت وزارت او د هېواد د پټرول اېنډ ګاز كمپنۍ اېډنوك په اعلې چوكو هم پاتې شوے ٶ