نائیجیریا كښې ټرافكي پېښه، 16 مسافر مړه شول

ابوجا 02 مئی (اے پي پي) نائیجیریا كښې تند رفتاره بس په پېښه كښې 16 كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شوي۔د ټی آر ټی له مخې د اینوګو صوبې پولیس وياند ډینیئل نډیوکوے میډیا ته ووئيل په اوپی۔نسکا ستره لاره يو بس د تند رفتارۍ له امله ديوال سره تكر شو چې په نتيجه کښې ئې 16كسان مړه او ګڼ شمير ژوبل شول ۔ده ووئيل مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي چرته چې د ځينې حالت اندېښمن دے۔ده ووئيل ابتدائی حالات او شواهد له مخې پېښه د تند رفتارۍ او بې غورۍ له امله رامخې ته شوې دغسې ځائې پولیس د پېښې په اړه پلټنې كوي۔