د سعودی عرب ولی عهد سره دیمتری کرکینټز ملاقات، ایکسپو 2030 تیارو جاج واخستلے شو

ریاض 02 مئی (اے پي پي) د سعودی عرب ولی عهد او وزیراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د بیورو انټرنېشنل ډیس ایکسپوزیشنز(بی آئی ای) سیکریټری جنرل دیمتری کرکینټز ملاقات کړې دې۔ اېس پی اے له مخې ملاقات كښې د ایکسپو 2030 کوربتوب لپاره د سعودی عرب تیارو او ایکیوپمنټ جاج واخستلے شو۔ملاقات نه پس دیمتری کرکینټز په ایکس جاری شوې بيان كښې وئيلي چې د سعودی عرب ولی عهد سره د ایکسپو2030 تیارو په اړه د خيالاتو څركندونه زما لپاره اعزاز دے۔دا خبره دې ياده وي چې سعودی عرب په باضابطه توګه تير كال اکتوبر كښې ورلډ ایکسپو کوربتوب لپاره خواست جمع کړې ؤ۔