سعودی عرب ، خارجه وزير د سوډان سرلښكر او ریپډ سپورټ فورس کمانډر سره ټیلی فوني تماس،د هېواد په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه

ریاض 02 مئی (اے پي پي) د سعودی عرب خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان د سوډان خپلواكه کونسل مشر او د وسله والو ځواكونو کمانډر انچیف جنرال عبدالفتاح البرھان او د ریپډ سپورټ فورس فرسټ کمانډر محمد حمدان دقلو سره ټیلی فوني تماس نيولې دے۔ اېس پی اے له مخې د رابطو په مهال د سوډان په موجوده صورتحال كښې په تازه پیش رفت او د سوډان په اولس د هغې د اثرات په اړه د خيالاتو څركندونه شوې ده۔د سعودی خارجه وزير د سوډان او د هغې اولس د نورې تباهۍ څخه بچ كولو او هلته انسانی صورتحال د نور خرابيدو څخه بچ كولو لپاره د كار كولو په اهميت زور راوړې۔ده ووئيل د سوډان اولس ګټو ته پام لرنه كولو ، ریاستی ادارو او سوډان تحفظ لپاره جهګړې ختمولو ته اړتيا ده۔